د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ د مرګ پلټنو لپاره پر عدالتي کمیشن د بلوچستان چیف جسټس تحفظات


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د بلوچستان های کورټ د صوبې د اعلا وزير په غوښتنه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د يو مشر عثمان خان کاکړ د مړينې د وجوهاتو مالومولو د دوه کسیزه عدالتي کمېشن په اړه ویلي چې د صوبې حکومت د عدالتي کمېشن جوړولو اختیار نه لري.

د جون پر ۲۹مه د بلوچستان های کورټ د رجسټرار له لوري د صوبې د کورنيو چارو وزرات ته په استولي خط کې ویل شوي چي دعدالتي کمېشن جوړولو لپاره د ججانو د ټاکني اختیار یوازې د بلوچستان های کورټ له مشر قاضي (چیف جسټس) سره دی.

د بلوچستان های کورټ مشر قاضي جمال مندوخېل د حکومت له لوري د عدالتي کمیشن پر ټاکلو تحفظات څرګند کړي او صوبايي حکومت ته یې لیک لېږلی دی.

په دغه لیکلي ځواب کې بلوچستان های کورټ صوبايي حکومت ته ویلي چې په خپل درخواست کې دې بدلون وکړي. د های کورټ په استولي لیک کې یې بلوچستان حکومت ته ویلي چې یا خو دې د ججانو کمیشن په اړه خپل لېږلی درخواست واړوي یا دې نوی درخواست ورته ورکړي.

د جون پر ۲۷مه د بلوچستان د داخله چارو وزارت په یو لیکلي خواست کې د صوبې له های کورټ نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یو مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مرګ د وجوهاتو مالومولو لپاره د جسټس اختر نعیم افغان او جستس ظهرالدین کاکړ باندې مشتمل د یوه دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه.

د پلټنو دا اعلان وزیر اعلا جام کمال د جون پر ۲۷مه په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ د فاتحې پروخت وکړ. نوموړي زیاته کړه حکومت یې د هر هغه قدم اخیستلو ته چمتو دی چې د عثمان خان کاکړ د کورنۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تسلي پرې کېږي. بلخوا د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وییلي چې حکومت به یې د های کورټ د ځوابي خط جاج اخلي او له دغې وروسته به څه فیصله کوي.

پخوانی سېنېټر عثمان خان کاکړ د جون پر ۱۷مه په کوټه کې په خپل کور کې په ژوبل حالت کې وموندل شو، چې وروسته یې د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه. د نوموړي کورنۍ او د ګوند مشران یې وایي عثمان کاکړ وژل شوی دی او حکومت دې د هغه د مرګ پلټنې وکړي، د دې ادعاو په ځواب کې د بلوچستان حکومت ویلي ول چې د عثمان کاکړ مړینه طبعي وه.

د عثمان کاکړ پر مرګ په ملک دننه او بهر په لوی شمېر کې خلکو ډېر سخت خپګان وښود او د هغه مړینه د جمهوریت او د پښتنو د سیاسي مبارزې لپاره یوه نه ډکېدونکې تشه بولي. پخوانی سېنېټر عثمان کاکړ د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزېشن د یوه موثره غږ په نامه شهرت لاره.

د پښتونخوا میپ ادعا

خپله د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي د عثمان کاکړ د جنازې ګډونوالو ته په وینا کې په ادعا سره وویل، چې عثمان خان په تبه نه دی مړ بلکې له هغه سره جبر شوی دی، هغه وژل شوی دی. د نوموړي په وینا دا د دوی زمه واري نه ده چې معلومه کړي،عثمان خان چا وژلی دی؟ که عدالتونه او پلټونکې ادارې له دوی څخه پوښتنه ګروېږنه وکړي نو دوی به پاخه شواهد ورته وړاندې کړي.

محمود خان اڅکزي وویل، چې عثمان خان په سېنېټ کې دا خبره کړې وه، چې ده ته دړکې ورکول کېږي چې دا نظریات دې پرېږده، دا د پښتانه د حق خبره پرېږده، ګنې بیا به دا درسره وکړل شي.

نوموړي ادعا وکړه چې د عثمان خان کور ته سړي ننوتلي دي او څنګه ننوتلي دي، دا حال به د اڅکزي په وینا دوی خپلو دوستانو ته پټ ووايي، او که یوچا انصاف کولای شوای نو هغوی ته به یې ښکاره کړي.

د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ زوی هم د جون پر ۲۱مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل، چې پلار یې په کور کې لوېدلی نه دی بلکې د ده په وینا، په پلان وژل شوی دی. د ده په وینا چې پلار یې ناڅرګندو کسانو په یوه درانه څیز/شي پر سر وهلی او قتل کړی یې دی. خو د بلوچستان حکومت ویاند میر ضیا لانګو د جون پر ۲۱مه نېټه (دوشنبه) په کوټه کې یوه خبري کنفرانس ته دا تورونه رد کړل چې ګنې عثمان خان کاکړ وژل شوی دی، ده وویل چې د عثمان کاکړ مړینه طبعي ده.

یاده دې وي چې عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر لسمه نېټه د پاکستان سېنېټ ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي ول چې ده ته دړکې ورکول کېږي: ''دوی پر موږ د دې لپاره فشار اچوي چې تاسو له جمهوریته پرشا شی، له قامي حقونو پرشا شی، پر غیر جمهوري قوتونو سترګې پټې کړی، د ایین او پارلمنټ له سرلوړی پرشا شی، دا زه نشم کولای بیخي یې نشم کولای، پر دې که ماته، زما بچیو او کورنۍ ته تاوان رسېږي پروا نشته خو دا خبره دې په ډاګه وي چې د دې زمه واري به د دوو استخباراتي ادارو پر غاړه وي. ''نوموړي وویل، دا خبره ځکه پر ریکارډ راوړي چې د مرګ کیسه یې ورکه نه شي.

د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو د غوښتنى ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي نواز شریف د انصاف د نشتوالي او ژوند ته د خطر له امله پاکستان ته نه ستنیږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد های کورټ کې له ميډيا سره په خبرو کې مریم نواز وویل که د عثمان کاکړ په مرګ سوالونه راپورته کېږي نو پکار ده چې پلټنې یې وشي.

د یادولو ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او پخوانی سېنېټر عثمان خان کاکړ د جون پر ۱۷ مه نېټه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلي و مخي ته د حزب اختلاف و احتجاجي مظاهرې ته تر وینا وروسته ماځیګر شهباز ټاون ته تللی وو او له خپل کوره د بېهوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی وو چې د ډاکټرانو په وینا د نوموړي د سر کیڼې خوا ته سخته ضربه رسېدلې وه. که څه هم ډاکټرانو یې د سر اپرېشن وکړ خو دهغه وضع ښه نه وه او وروسته یې د جون پر ۱۹ مه نېټه کراچۍ ته په یوه ځانګړې الوتکه کې ورساوه. د جون پر ۲۱ مه نېټه عثمان کاکړ د کراچۍ په یوه روغتون کې د ۶۰ کلونو په عمر ومړ.

XS
SM
MD
LG