جنوبي وزیرستان کې حکومت ته تسلیم شوي درې طالب وسله وال وژل شوي
چارواکی وايي د جون پر ۲۸مه د سروکۍ تحصیل په زیارت ژۍ سیمه کې د نامالومو وسلوالو په ډزو هغه درې طالب وسلوال وژل شوي دي چې د پاکستان حکومت ته تسلیم شوي ول. پولیس چارواکي وایي د دغه پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې خو زیاتوي تسلیم شوي طالبان له امنیتي عسکرو سره په ګډه د ټي ټي پي خلاف جنګېږي.