د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال‌اباد کې چاودنې یو تن وژلی، څلور ژوبل


ارشیف، د جلال‌اباد ښار یوه څنډه
ارشیف، د جلال‌اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار چارواکي وایي چې دا مرګ ژوبله نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار پینځمې ناحیې اړوند د ودان په نوم د یوې نادولتي موسسې په موټر پسې له شوې چاودنې اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی کس ریکشه چلوونکی دی او د دوو مېرمنو او یو ماشوم په ګډون پکې څلور تنه ټپیان شوي دي. د ننګرهار حوزوي روغتون ته څلور ټپیان وروړل شوي چې د روغتیا چارواکو په خبره برسېرن ټپیان دي چې تر علاج وروسته يې رخصت کړي دي.

پېښې مسوولیت چا نه دی منلی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG