افغان چارواکي وایي چې له کندوز ښاره د وروستیو جګړو له کبله د بې کوره شوو خلکو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
د دې ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریس غلام سخي رسولي د جون په ۲۶مه رسنیو ته ویلي د دې کورنيو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېږي. د هغه په وينا د دې بې ځایه شویو تر دوه زره کورنیو پورې یې کابل یا نورو ولایتونو ته کډه شوي دي.
د هغه په خبره په دې سره له کندوز ولايته د ټولو بې ځايه شوو کورنيو شمېر ۱۳۰۰۰ ته رسېدلی دی.
طالبانو په دې وروستيو کې د کندوز ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې بريدونه زیات کړي دي. همداراز د کندوز ښار په څنډو کې یې هم د افغان ځواکونو سره جګړې تودې شوې دي.