د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا څلورمه څپه را روانه ده: اسد عمر


په لاهور کې یو روغتیاپال یوه ښوونکي ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۸مې انځور.
په لاهور کې یو روغتیاپال یوه ښوونکي ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۸مې انځور.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د کورونا وايرس د څار قامي ادارې "نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر" مشر اسد عمر وايي، په هغه هېواد کې، په جولای مياشت کې د کووېډ-۱۹ ناورغۍ د څلورمې څپې خطر موجود دی.

اسد عمر د جون پر ۲۵مه پر ټوېټر ليکلي چې د اين سي او سي په غونډه کې د مصنوعي ذهانت پر بنياد د جهاني وبا جاج اخیستل شوی.

نوموړي وویل، که چېرې د کورونا وايرس لارښوونې په سمه توګه عملي نشي او د واکسينو پروګرام د ځنډ ښکار شي، نو په جولای مياشت کې په پاکستان کې د وبا څلورمه څپه راتللی شي.

اسد عمر پر ولس ټېنګار وکړ چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره دې حکومتي لارښوونې عملي کړي او ژر تر ژره دې واکسين ولګوي.

په پاکستان کې تر دې مهاله، د کورونا وايرس درې څپې راغلي دي او په اپريل مياشت کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو کچه لوړه وه.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۳۶ کسان مړه شوي دي.

له دې سره په مجموعي توګه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲ زره ۱۸۸ ته ورسېد. د اين سي او سي له شمېرو سره سم د جولای تر ۲۶مې پورې د کورونا وايرس د مثبتو کېسونو شمېر تر نهه لاکه ۵۳ زرو زيات شوی خو له یادې ناروغۍ تر اته لاکه ۹۸ زره زيات کسان بیرته رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG