د بنو د جانیخېلو پرلتوالو په بکاخېلو کې د بنو ميرامشا پر لويه لار پرلت وهلی دی.
دوی په جانيخېلو کې د يو قبايلي مشر ملک نصيب خان له وژنې يوه ورځ وروسته د مې له ۳۱مې پرلت پيل کړی وو چې د دوی په وينا د غوښتنو د نه عملي کېدو وروسته يې د جون پر ۲۳مه اسلام اباد ته احتجاجي لاريون پیل کړ.
دا لاریون هله په تاوتریخوالي واوړېد چې پولیسو یې له بنو سره نېږدې پر ټوچي پل د اسلام اباد پر لور د تلو مخنیوي هڅه کوله. د پولیسو په ډزو کې یو تن ووژل شو او ګڼ نور ژوبل شول.
بلخوا پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې له احتجاج کوونکو سره په اخ و ډب کې ۱۰ پوليس هم ژوبل شوي دي چې د دوو حالت یې د اندېښنې وړ دی.
له دې پېښې وروسته د تيرو دوو ورځو راهيسې د حکومتي جرګې او پرلتوالو ترمنځ پينځه ناستې شوې دي. وروسته د حکومتي جرګې پر غوښتنه پرلتوالو يو ۱۵ کسيزه استازې جرګه ټاکلې چې له مقابل لوري سره يې خبرې دوام لري خو لا هم کومې نتيجې ته نه دې رسېدلي.
بلخوا په مذاکراتو کې د اعتماد راوستو لپاره حکومت د پرلتوالو ۲۰ هغه کسان ورخوشې کړې چې د لاريون پرمهال نيول شوي ول. پر دې سربېره پوليسو د پرلتوالو موټرسايکلونه او ګاډي هم ورسپارلي دي.
پرلتوال غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امنيت پرځای شي او له ښه او بدو وسله والو څخه دې علاقه پاکه کړل شي، پر دوی دې جوړې کړل شوي مقدمې ختمې کړل شي او د دوی بې درکه يا نيول شوي کسان دې پرېښودل شي.
حکومت وايي، د دوی پر غوښتنو يې کار روان کړی خو پرلتوال د عملي اقدام غوښتنه کوي.
د فېسبوک تبصرې