د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي، وسله والو طالبانو په څمکنیو ولسوالۍ کې یو دیني عالم نیولی او وروسته یې وژلی دی.
نوموړي د جون پر ۲۴مه رسنیو ته وویل، مولوي فقیر محمد څمکنی د سیمې یو مشهور عالم وو چې د جون پر ۲۳مه وسله والو وویشت.
پر هم هغه ورځ طالبانو د څمکنیو ولسوالۍ د نیولو دعوه هم کړې وه.
د سیمې اوسېدونکي وايي، وسله والو هغه دیني عالم ځکه په نښه کړ چې په جګړو کې د وژل شویو افغان سرتېرو جنازې به یې کولې.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.