د افغانستان په پلازمېنې کابل او شاوخوا سیمو کې د جون پر ۲۵مه سهار وختي زلزله راغلې.
تر اوسه د زلزلې له وجې د ځاني او مالي زیان رپورټونه نشته.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا، پر رېښتر درجې د زلزلې زور ۵،۱ وو او مرکز یې له کابله شاوخوا ۶۰ کیلیومیټره لیرې له چاریکار سره نېږدې وو.