د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو


د نیوزیلنډ د کرکټ لوبډله
د نیوزیلنډ د کرکټ لوبډله

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو. دې پینځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په ساوت هیمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې.

نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې تېره ورځ هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ټېسټ لوبو پایلوبه کېږي.

د دې لوبو لړۍ د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې پيل شوې وه چې د امتیازونو په ترڅ کې هند او نیوزیلنډ فاینل ته رسېدلي ول.

د کرکټ د نړیوال ټېسټ لوبو بل دور به د روان کال په اګسټ کې پيل شي او تر ۲۰۲۳ز کال پورې به هغه دوه لوبډلې په کې معلومې شي چې پایلوبې ته وځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG