د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بونېر کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي


د خیبر پښتونخوا نقشه
د خیبر پښتونخوا نقشه

پولیس وايي ، د خیبر پښتونخوا په بونیر کې یې درې مشکوک وسله وال وژلي دي.

د ترهګرۍ د مخنیوي پولیسو د جون پر ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تیره ورځ یې د بونېر په جوړ سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې درې وسله وال وژلي دي.

دا درې واړه وسله وال چې د سوات کبل اوسېدونکې وو ، پولیسو ته مطلوب وو.

په بیان کې راغلي دي چې دا وسله وال په امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو په بریدونو کې ککړ وو.

پولیسو ویلي دي چې له دغه ځایه یې درنه وسله هم تر لاسه کړې ده او په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري.

تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بونېر له سوات سره په پوله د خیبر پښتونخوا غرییزه سیمه ده چې پکې په ۲۰۰۹ز کال کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو پر ضد پراخ عملیات هم شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې په سوات او اړونده سیمو کې له عملیاتو وروسته په یو شمېر سیاسي مشرانو او د امن کمیټیو په غړو بریدونه هم ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG