د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې چاودنې درې تنه وژلي، ۱۲ ژوبل


پولیس وايي، چاودنه د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۲۳مه په جوهر ټاون کې د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ محمد سعید له کور سره نېږدې شوې.
پولیس وايي، چاودنه د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۲۳مه په جوهر ټاون کې د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ محمد سعید له کور سره نېږدې شوې.

د پنجاب پولیس وايي، په لاهور کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.

د لاهور پولیسو مشر غلام محمد ډوګر خبریالانو ته وویل چې چاودنه د جون پر ۲۳مه ماسپښین مهال په جوهر ټاون سیمه کې شوې.

د پنجاب پولیسو مشر انعام غني رسنیو ته ویلي پېښه د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ محمد سعید له کور سره نېږدې شوې او دا چې د نوعیت په اړه یې پلټنې کوي.

حافظ محمد سعید د ترهګرۍ تمویل په تور بندي دی. د ترهګرۍ مخنیوي یوه عدالت په ۲۰۲۰ز کال کې نوموړي ته د ۱۱ کلونو د بند سزا اورولې وه.

په پاکستان کې جماعت الدعوه ډله تر بندیز لاندې ده.

په لاهور کې د شخصي جیو ټېلېوېژن خبریال طاهر جمیل مشال راډیو ته وویل چې لومړی دا فکر کېده چې ښايي دا د ګیس سیلېنډر چاودنه وي، خو وروسته پولیسو تایید کړه چې دا یو "ترهګر برید وو."

د ده په خبره، چاودنه د حافظ سعید د کور په کوڅه کې له پولیس پوستې سره نېږدې شوې.

د صوبې د پولیسو مشر انعام غني زیاته کړه چې داسې ښکاري چې د برید هدف پولیس سرتېري ول.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG