د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پوليسو په لسګونه مظاهره چيان نيولي


په دې مظاهرو کې د کورونو مالکان او د ولسي ټولنو غړي وو. انځور- ارشیف
په دې مظاهرو کې د کورونو مالکان او د ولسي ټولنو غړي وو. انځور- ارشیف

د جون پر ۲۱مه مظاهره چيان د کراچۍ په ګوجر او اورنګي ناليو د جوړو هغو کورونو د ورانولو خلاف راټول شوي ول چې د تجاوزاتو خلاف په عملياتو کې ړنګول کېږي.

د دې عملياتو امر د پاکستان سپريم کورټ ورکړی دی.

په دې مظاهرو کې د کورونو مالکان او د ولسي ټولنو غړي وو. کراچۍ بچاو نومې غورځنګ چې دا مظاهره يې راجوړې کړې وه د جون پر ۲۱ مه يې پر ټوېټر ليکلي چې پوليسو د مظاهره چيانو ډک دوه بسونه يرغمال کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان يې په حوالاتو کې بند کړل.

بلخوا د سېند اعلا وزير مراد علي شا وياند مرتضی وهاب د جون پر ۲۱مه په خپل ټويټ کې ليکلي چې پوليسو ورته ویلي دي چې د مظاهره چيانو په جيلونو کې د اچولو يا پرې د تشدد کولو خبرونه بې بنياده دي .

نوموړی زياتوي چې اعلا وزير د مکمل حالاتو معلومولو لپاره د اعلا کچې کمېټه هم جوړه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG