د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ټول ګوندیزې غونډې د وړاندیز هرکلی وکړ


مولانا فضل الرحمن او شهباز شریف د اپوزیشن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مخکښه مشران دي - انځور له ارشیفه.

د جمعیت علمای اسلام (ف) او د پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د حزب اختلاف د مشر شهباز شریف له خوا د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ټول ګوندیزې غونډې جوړولو وړاندیز هرکلی کړی دي خو زیاتوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په لړ کې بنیادي نکته په سیاست کې د پوځ او جاسوسي ادارو د مداخلت مخنیوی دی.

دا خبره نوموړي د جون پر ۲۰مه نېټه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وکړه. مولانا فضل الرحمن دا هم وویل، چې د انتخاباتو کمېشن چارواکي دې هم د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره ممکنه ټول ګوندیزې غونډې ته وروبلل شي، چې د هغوی دریځ واورېدل شي او لارښوونه ترې واخیستلای شي.

شهباز شریف د جون په ۱۹مه نېټه د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ټول ګوندیزې غونډې وربللو اعلان کړی وو خو د جون پر ۱۷مه نېټه په وزیراعظم هاوس کې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه تر یوې غونډې وروسته وزیراعظم عمران خان ویلي ول چې په انتخاباتو کې د ټګۍ مخنیوي لپاره یوازینی حل د الېکټرانک ووټنګ مشینونو د لارې ووټونه اچول دي.

د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره حکومت یوه قانوني مسوده هم تیاره کړي ده او د مې په میاشت کې ولسمشر عارف علوي د انتخاباتو اصلاحاتو په اړه یو صدارتي فرمان هم جاري کړی وو او الېکشن کمېشن ته یې د الېکټرانیک ووټنګ مشیننونو د اخیستلو امر ورکړی وو خو د جون پر ۱۸مه د الېکشن کمېشن په یوه بیان کې د حکومت له خوا د الېکټرانیک ووټنګ مشینونو او د انتخاباتو اصلاحاتو لپاره د حکومتي بل یا مسودې په اړه نیوکې شوې وې.

حکومتي دریځ

وزیراعظم عمران خان او د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر تر دې وړاندې ویلي ول چې حزب اختلاف دې له حکومت سره د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره په قانون سازۍ کې مرسته وکړي خو د اپوزیشن مشران بیا وايي چې حکومت د انتخاباتو په اصلاحاتو کې سنجیده نه دی نو ځکه خو یې په دغه لړ کې پارلېمان "تر پښو لاندې" کړ او صدارتي فرمان (ارډیننس) یې جاري کړی دی.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل د حزب اختلاف ګوندونه دریځ لري چې د ۲۰۱۸ز په عامو انتخاباتو کې ټګي شوې وه او پاکستان تحریک انصاف د پوځ په مرسته په دغه انتخاباتو کې بری موندلی وو خو واکمن تحریک انصاف په بیا بیا پر انتخاباتو لګېدلي تورونه رد کړي او د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تر دې وړاندې ویلي ول چې پوځ نه په سیاست ورګډ دی او نه دې یې پکې د ښکېلولو هڅې کېږي.

پوځ همداراز زیاتوي چې سرتېري یې په ۲۰۱۸ز کال کې د هغه مهال د نګران حکومت په سپارښتنه په انتخاباتو کې د امنیتي صورتحال د یقیني کولو لپاره پر پولېنګ سټېشنونو درول شوي ول.

XS
SM
MD
LG