د ایران د اټومي توانایۍ اداره وايي، د هېواد یوازینی اټومي برېښناکوټ (بجلي ګر) یې د تخنیکي ستونزو له وجې تړلی دی.
د اټومي انرژۍ ادارې د جون پر ۲۰مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د بوشهر بجلي ګر د خرابۍ او د انرژۍ وزارت ته د یوې ورځې تر نوټس ورکولو وروسته په لنډمهالي ډول تړل شوی دی.
د ادارې په خبره، د تخنیکي ستونزې تر هواري وروسته به په څو ورځو کې د بوشهر اټومي برېښناکوټ د هېواد د بجلۍ له نظام سره بیا وتړي.
د ایران د برېښنا ادارې توانیر یوه چارواکي غلام علي رخشاني مهر ویلي، له هغه بجلي ګره به برېښنا له درو څخه تر څلور ورځو پورې بنده وي.
د ده په خبره، د جون تر ۲۵مې پورې به په اټومي بجلي ګر کې روان کار بشپړ شي.