مرکچیان د جون پر ۲۰مه نېټه د ایران او نړۍ د شپږو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د تړون په اړه په ویانا کې خبرې بیا پیلوي.
په داسې وخت کې چې په مهمو مسلو د اختلافاتو راپورونه دي، مرکچیان د تړون د بیا بحالۍ لپاره یو وار بیا د خبرو يو بل پړاو پیلوي. دا خبرې له اپریل راهیسې روانې دي.
د فرانس بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۱۶مه ویلي چې په مهو مسلو اختلافات لا هم پر ځای پاته دي. امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه وتلې وه خو ایران، روسیه، چین، فرانس، برتانیا، جرمني او اروپايي ټولنه اوس هم د تړون برخه دي.
د تړون له مخې ایران په دې سلا شوی وو چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې به خپل ایټمي پروګرام محدودوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن داسې اشارې ورکړې چې که واشنګټن د تهران لخوا د تړون د ژمنو احترام په اړه باوري شو نو امریکا په تړون کې په بیا شاملېدو کې دلچسپي لري.