د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند صوبه کې د کووېډ-۱۹ واکسيني مرکزونه تړل شوي دي


په پنجاب او سيند صوبو کې د کووېډ-۱۹ واکسين کم شوي دي - د ارشیف انځور.
په پنجاب او سيند صوبو کې د کووېډ-۱۹ واکسين کم شوي دي - د ارشیف انځور.

د سيند صوبې چارواکي وايي چې د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې يې د جون پر ۲۰مه د کووېډ-۱۹ واکسينو د کمي له وجې ټول مرکزونه تړلي دي.

د سيند وزیراعلی مراد علي شاه د جون پر ۱۹مه په يوه خبري غونډه کې د واکسينو د کمي پړه پر وفاقي حکومت واچوله او و یې ويل چې صوبايي حکومت یې په خپله خوښه له نړيوال بازاره د واکسين اخیستو ته پرېنښود.

په پنجاب کې هم د واکسينو د کمي خبر ورکړل شوی دی. خو د پاکستاني وزیراعظم د صحت د چارو سلاکار ډاکټر فېصل سلطان پر ټوېټر ليکلي چې د جون پر ۲۰مه له چين څخه نور واکسین ورسېږي.

پاکستان کې د کورونا وبا زور کمېدل

د صحت وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې د جون تر ۲۰مې پورې ۳،۳ ميليونه وګړي په بشپړ ډول واکسین شوي او ۶،۸ ميليونو ته یې یوه ستن لګول شوې ده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د کنټرول قامي ادارې د جون په ۱۹مه تر يوې غونډې وروسته په بیان کې ويلي چې په هغه ملک کې د وبا زور په کمېدو دی او د پخوا په پرتله ناروغان کم شوي دي.

د کمېدو وجه د خلکو احتياطي تدابير باندې عمل کول ښودل شوي چې پکې له يوه بله فاصله، د ماسک کارول او ځانونو پاک ساتل شامل دي.

ادارې ويلي چې د جون تر ۲۰مې پورې په ټول پاکستان کې ۹۴۷،۲۱۸ (نهه لکه، ۴۷ زره او ۲۱۸) کسان په کورونا وايرس اخته، ۲۱،۹۴۰ (۲۱ زره، ۹۴۰) ورڅخه مړه او ۸۸۹،۰۰۰ (اته لکه، ۸۹ زره) رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG