د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېل پرلت: "مشران اسلام اباد ته د لاريون حتمي فيصله کوي"


 جانيخېل اوسېدونکي د ملک نصيب خان تر وژنې وروسته د مارچ ۳۱مې څخه پرلت پیل کړی دی.
جانيخېل اوسېدونکي د ملک نصيب خان تر وژنې وروسته د مارچ ۳۱مې څخه پرلت پیل کړی دی.

په بنو کې په احتجاج ناست پرلتوال وايي چې نن (جون پر ۲۱مه) به د اسلام اباد پر لور د لاريون پیلولو پرېکړه کوي.

دوی دوې ورځې له مخه تر حکومتي ډاډ وروسته د اسلام اباد پر لور د لاريون فيصله ځنډولې ده. د پرلت دوو منتظمينو عید الرحمان وزير او نديم عسکر د جون پر ۱۹ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د یکشنبې پر ورځ د جانيخيل مشران غونډه کوي چې پکې به د پرلت اسلام اباد ته د غځولو ترڅنګ د موټرو او نورو اړينو انتظاماتو په اړه سلا مشورې کوي.

په بنو کې له تېرو درې اوونيو راهيسې د جانيخېلو اوسېدونکو د ملک نصيب خان د وژل کېدو پرضد پرلت کړی دی. هغه نامعلولو وسله والو د مې پر ۳۰مه نېټه وژلی وو.

موږ له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې ناست وو، بايد حکومت مو غم وخوري او د سوال ځواب لپاره راسره کښېني.
ملک مويز خان

پرلتوال غوښتنه کوي چی د حکومت له خوا د امن باوري کولو په لړ کې د مارچ په میاشت کې د شوي لیکلي تړون ژمنې دې عملي کړل شي.

د مارچ تړون له هغه وروسته وشو چې کله د جانيخېلو اوسېدونکو د څلورو ځوانانو د مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو او د هغو جسدونه يې د احتجاج په توګه په پرلت کې اېښودلي ول.

په تړون کې حکومت ژمنه کړې وه چې سيمه به له وسله والو پاکوي، د دې ځوانانو قاتلان به معلوموي، د دوی کورنيو ته به معاوضه او نوکريانې ورکوي. له دې ژمنو وروسته خلکو پرلت ختم کړی وو.

خو دوې مياشتې وروسته چې کله ملک نصيب خان ووژل شو نو خلکو بيا احتجاج پیل کړ چې لاهم دوام لري. د دوی په ادعا حکومت د ډاډ وړ ځواب نه دی ورکړی نو ځکه پلان لري چې د احتجاج لپاره اسلام اباد ته ولاړشي.

د جون پر ۱۸مه نېټه د خيبرپښتونخوا د ټرانسپورټ وزير شاه محمد وزير له پرلتوالو سره وليدل او خواست يې وکړ چې حکومت ته دې دوه نورې ورځې ورکړي چې دا ستونزه حل کړي.

د خيبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د جانيخېلو له مشرانو سره پر تړون لاسلیک کوي.عکس-ارشېف
د خيبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د جانيخېلو له مشرانو سره پر تړون لاسلیک کوي.عکس-ارشېف

د جانيخېلو یو مشر ملک مويز خان د جون پر ۱۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې مرستيال کمشنر او نور چارواکي ورغلي ول خو دوی غواړي چې له هغه چا سره مذاکرات وکړي چې واک لري.

"د مارچ په میاشت کې حکومت د سيمې امنیت لپاره تړون راسره کړی وو او موږ غواړو چې پر هغه عمل وشي. موږ له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې ناست وو. بايد حکومت مو غم وخوري او د سوال ځواب لپاره راسره کښېني."

نوموړي زیاته کړه چې د دوی مذاکراتو ته دې هغه واکمن چارواکي ورشي چې د پرېکړو د عملي کولو واک ولري.

خو د بنو انتظاميه وايي چې له څو ورځو راهیسې له پرلتوالو سره خبرې اترې کوي او ډاډ يې ورکړی چې د ټولو ژمنو عملي کولو ته تیار دي.

يو لوړ پوړې امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې که پرلتوال د خپلو غوښتنو د عملي کولو ډاډ له لوړپوړو چارواکو غواړي نو بیا دې خپل مشران وټاکي او چې له چاسره ليدل غواړي ورسره وبه ویني.

XS
SM
MD
LG