د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي، ايرانيانو ته د خپل ولسمشر د ټاکلو پوره حق نه دی ورکړل شوی


په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ. عکس له ارشيفه
په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ. عکس له ارشيفه

د جون پر ۱۹مه د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سختدريځه کانديد ابراهيم رییسي د بريا تر اعلان وروسته امريکا ويلي چې ايرانيانو ته په خپلواک او شفاف ډول د خپلو مشرانو د ټاکلو حق نه دی ورکړل شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي، سره له دې به هم له ايران سره د ۲۰۱۵ ز د ايټمي موافقې په اړه مذاکراتو ته دوام ورکړي.

رييسي د ايران په انتخاباتو کې د ۶۲ فیصده رايو په اخیستو ګټونکی اعلان شوی.

نوموړی ۶۰ کلن قاضي او ملا دی چې څو لسیزې پخوا د بېلا بېلو مقدمو پر مهال په انسانيت ضد جرمونو تورن شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG