د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړول شوې: خوږیاڼی


په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات. انځور- ارشیف
په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات. انځور- ارشیف

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت په خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل:

"د هسکې مېنې ولسوالۍ په چونګۍ او ګورګورۍ سیمو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي."

خوږیاڼي همدا راز دعوه وکړه چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې د ملي امنیت صفر دوه ځواکونو د عملیاتو پر مهال پينځه وسله وال طالبان وژل شوي چې دوه پکې پاکستاني وګړي دي. په یاد برید کې درې نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې په تر سره شویو بریدونو او عملیاتو کې امنیتي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو د یادو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG