د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونیو ګوتېرش یو وار بیا د ملګرو ملتونو عمومي سيکرتر وګمارل شو


ګوتېرش به د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو مشري کوي.
ګوتېرش به د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو مشري کوي.

د جون پر ۱۸مه، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ انتونیو ګوتېرش د دوهم ځل لپاره د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل وټاکه.

ګوتېرش به د راروانو پينځو کالونو لپاره د ملګرو ملتونو مشري کوي. تر دې وړاندې د جون پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو پر ۱۵ غړو مشتملې امنیتي شورا د دوهم ځل انتخاب لپاره د ګوتېرش ملاتړ کړی وو.

د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د امنیتي شورا پر سپارښتنه عمومي اسمبلۍ د دغې ادارې د عمومي منشي يا سېکرټري جنرل انتخاب کوي.

د ۷۲ کلن پرتګالي سفارتکار انتونیو ګوتېرش د دویم وار د واک موده د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG