د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د برتانیا له وزیراعظم سره پر افغان سوله غږېدلی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د بریتانیې وزیراعظم بورېس جانسن د جون پر ۱۷مه د ټیلېفوني خبرو له لارې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وايي، په دې خبرو کې دواړو مشرانو د سولې ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې کړې دي.

د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن افغان ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې وزیراعظم جانسن د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلېفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه مهمه بللې ده.

د ارګ په اعلامیه کې دغه ‌راز راغلي چې د بریتانیا وزیراعظم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG