د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "ای اېم اېف" له پروګرامه د پاکستان وتل ممکن نه دی: شوکت ترین


چارواکي وايي، په موجوده حالاتو کې ای اېم اېف رويه دوستانه نه ده او پروګرام يې د نورو وختونو پرتله سخت دي.
چارواکي وايي، په موجوده حالاتو کې ای اېم اېف رويه دوستانه نه ده او پروګرام يې د نورو وختونو پرتله سخت دي.

د پاکستان د خزاني وزير شوکت ترين وايي، په داسې حال کې چې د هېواد معيشت بحالېدو په حال کې دی، د پیسو د نړيوال صندوق (ای،‌ اېم، اېف) پروګرام څخه وتل ناممکن دي.

نوموړي دا خبره د سېنېټ خزاني قايمه کميټۍ ته د جون پر ۱۶مه د معلوماتو ورکولو پر مهال کړي.

ده وويل چې په موجوده حالاتو کې د ای اېم اېف رويه دوستانه نه ده او پروګرام يې د نورو وختونو پرتله سخت دی.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې واکمن تحريک انصاف ګوند د جون پر ۱۱مه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بوديجه وړاندې کړه.

اپوزیشن ګوندونو پر حکومت نيوکې وکړي چې په دې کې د ای اېم اېف په وينا نور زيات ټيکسونه لګول شوي دي. د اپوزشن غړو په خبره د ای اېم اېف څځه قرضو لپاره حکومت پر ولس بوج لا نور زيات کړي.

د ای اېم اېف پروګرام څه دی؟

پاکستان د پېسو نړيوال صندوق څخه تر پروګرام لاندې په ۲۰۱۹ ز کال کې د شپږ اربه ډالرو پور په اخيستو سلا شوي و.

په هغه پروګرام کې د پاکستان معيشت او د زرمبادله ذخاير مستحکم ساتل و. د هغه پروګرام دوه واري جاج اخیستو وروسته پاکستان ته يو ارب او ۴۵ کروړه ډالر ورکړل شوي دي.

تېر ۲۰۲۰ز کال کې د ای اېم اېف ډله د دويم وار جاج مکملېدو بغير له پاکستانه لاړه. د دې وروسته په هېواد کې د کورونا وايرس له وجې د پروګرام جاج نه و اخېستل شوي، خو په روان کال کې د ای ايم ايف او پاکستان ترمينځ د پروګرام جاج واخیستل شو. د دې معنا دا ده چې تر دې وروسته پاکستان ته د قرضي قسط ملاوېږي.


ای اېم اېف پروګرام کې پاکستان ته ويل شوي چې ټيکسونه زيات کړي، د ګردشي قرضو ختمولو لپاره د بجلۍ قيمت زيات کړي.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبريال طاهر شېراني وايي، ای اېم اېف دريځ لري چې د پاکستان لګښتونه زيات او ګټه يې کمه ده نو د دې لپاره دې اضافي ټيکسونه ولګوي.

د پیسو نړيوال صندوق شرطونه څه دي؟

د پاکستان د خزاني وزير شوکت ترين د مې په لومړۍ اوونۍ کې ويلي ول چې له اې اېم اېف سره يې د شپږ اربو ډالرو پور کې د سختو شرايطو کې د نرمې په اړه خبرې کړي.

د دوی په خبره ای اېم اېف ورته سخت اهداف په ګوته کړي دي. په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبريال طاهر شيراني د جون پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې ای اېم اېف پاکستان ته په تيکسونو کې د زياتولو ويلي دي.

ده زياته کړه: "په دې وروستيو کې د پاکستان او ای اېم اېف ترمينځ خبرې شوې وې، نو په هغې کې د ای اېم اېف دا دريځ وو چې د بجلۍ په قيمتونو کې اضافه وکړي او پر خلکو نور ټيکسونه ولګوي. د دې ترڅنګ هغه خلک هم په ټيکس نيټ کې راولې چې له دې بهر دي."

د طاهر شيراني په خبره حکومت په سمدستي توګه د ټيکسونو او د بجلۍ قيمت کې د زياتوالې خبره رد کړه خو د پاکستان او ای اېف تګلاره يوه ده.

د ای اېم اېف پروګرام اثرات به څه وي؟

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۱-۲۲م مالي کال بوديجه کې د خساري تخمينه ۳۴۲۰ اربه روپيو لګولې ده او دا خساره پوره کولو لپاره به له نړيوالو مالياتي ادارو او له نورو ملکونو څخه پورونه اخلي او د ټيکسونو په مد کې به راغونډوي.

په اسلام اباد کې د مرکزي اسیا د سیمه ایزې همکارۍ د مطالعاتو مرکز څېړنکار او اقتصاد پوه ډاکټر غلام صمد وايي، ای اېم اېف ډېر ښکاره ويلي چې د پيټرولم بيې به تر ۲۰ روپيو پورې لوړوي او په راتلونکې ورځو کې به د دې له وچې ګراني نوره هم زياته شي. "تاسو وکتل د پاکستان حکومت د تېلو په بيو کې پينځه يا شپږ روپۍ اضافه وکړه. له ای اېم اېف پروګرام سره ګرانۍ تړل شوې ده او له دې وتل ممکن نه دي. دا يوه لازمې خبره ده چې د تېلو بيې لوړېدو سره به خوراکۍ توکې به ګران شي او د دې نيغ په نيغه اثر به پر عام ولس وي."

د غلام صمد په خبره حکومت يو خوا د سرکاري ملازمينو په تنخاګانو کې د ۱۰ فيصده اضافې خبره کړې خو بل پلو يې د ټيکس لګولو وړانديز هم کړي دي.

په سېنېټ کې اپوزیشن ګوندونو د حکومت لخوا په سرو زرو، له شودو جوړېدونکو شيانو، خښتو، بوټو، مشينري او په نورو خوراکي توکو ټيکسونو لګولو وړانديزونه رد کړل.

خو د خزاني وفاقي وزير ويلي دي چې د زراعتو او خورده فروشي هغه څانګې دي چیرته چې د ټيکس تناسب کې اضافه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG