د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین درې ستورمزلي خلايي تمځي ته ورسېدل


دا تر اوسه د چین د ستورمزلو وړونکو بېړۍ تر ټولو اوږد ماموریت دی. انځور- ارشیف
دا تر اوسه د چین د ستورمزلو وړونکو بېړۍ تر ټولو اوږد ماموریت دی. انځور- ارشیف

د چین خلايي ادارې ویلي دي چې د جون پر ۱۷مه یې په بریا په یوه فضايي بېړۍ کې درې ستورمزلي خلايي تمځي ته لېږدولي دي.

ادارې دا خبره د راکټ تر لېږدولو اووه ساعته وروسته کړې او په بیان کې یې ویلي چې د شېنژو -۱۲ په نوم بېړۍ په بریا تر تیانګانګ تمځي رسېدلې.

دا تر اوسه د چین د ستورمزلو وړونکو بېړۍ تر ټولو اوږد ماموریت دی. درېواړو ستورمزلو د هېواد په شمال لوېدیځ کې د راکټونو د لېږد له مرکزه پرواز وکړ او د تیانګانګ تمځي له یوې برخې سره یوځای شول.

دا ماموریت د چین لپاره د ویاړ خبره بلل کېږي ځکه چې بیجنګ د جولای پر لومړۍ نېټه د واکمن کمیونسټ ګوند د ۱۰۰مې کلیزې تیاری کوي.

ستورمزلو د دې درې میاشتني فضايي ماموریت لپاره د چمتووالي په موخه، تر ۶،۰۰۰ زیاتو ساعتونو روزنه تر لاسه کړې چې پکې په یوه خلايي ماشین کې تر اوبو لاندې تمرین هم شامل وو.

۵۶ کلن ني هایشېنګ د ماموریت او د ستورمزلو د ډلې مشر دی چې په درېیم ځل خلا ته ورغی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG