د لاسرسي ځای

تازه خبر

ږلۍ د مردان او سوابۍ د تمباکو تیار فصلونه ووهل


انسا خان او د هغې ګاونډۍ په مردان کې له خپله پټي د تمباکو پاڼې راټولوي: ۲۰۱۸ز کال
انسا خان او د هغې ګاونډۍ په مردان کې له خپله پټي د تمباکو پاڼې راټولوي: ۲۰۱۸ز کال

د خيبر پښتونخوا کروندګر وایي د جون پر ۱۴مه شوې ږلۍ او تېز باران یې فصلونه "زښت زیانمن" کړي دي، چې تر ټولو زیات تاوان یې په سوابۍ او مردان کې تمباکو (فصل) ته رسولی دی.

د تخت بۍ تحصیل د پرښو کلي یو زمیندار قمر زمان خان وایي د ګل په ورځ شوې ږلۍ یې د تمباکو ټول فصل خراب کړ او نږدې ۶۰ لکه روپۍ تاواني شوی دی.

د جون پر ۱۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ده وویل په تخت بۍ او خوا او شا سیمو کې د کروندګرو هر کور خپه دی.

دی وايي، تر لس جریبو زیاته ځمکه باندې یې تمباکو کرلي ول وو او پر یو جریب یې د درېوو لکو روپیو نه زیاته خرچه کړې وه، ځکه چې د ده په خبره پر تمباکو (فصل) ډېره خرچه راځي خو ګټه یې هم ډېره ده، ځکه چې دا یو نغد فصل دی، او په سوابۍ مردان کې زیات کېږي.

د خیبر پښتونخوا زمینداران وایي وروستۍ ږلۍ او توپاني بارانونو په مردان او صوابۍ ضلعو کې د تمباکو(فصل) نه علاوه ولاړو نورو فصلونو او د ملاکنډ په ځینو سیمو کې مېوو، سبزیانو او د جوارو فصلونو ته هم تاوانونه اړولي.

د سوابۍ د تمباکو یو زمیندار حاجي ذوالفقار بیا وایي، د سوابۍ شاوخوا ۶۵ فيصده خلک د تمباکو له کروندې او روزګار سره تړلي دي. نوموړي د جون پر ۱۶ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ټول کال زمینداران د تمباکو فصل ته انتظار کوي. نوموړی زیاتوي دې وروستۍ ږلۍ په مردان، سوابۍ، بونیر، شانګله او د ملاکنډ په ځینو نورو سیمو کې ولاړ فصلونه ووهل، خاص کر د تمباکو پاڼه خو یې بلکل ختمه کړه.

د تمباکو فصل په بټۍ کې تر پخېدو وړاندې تر څلورو ، پینځو پړاونو تېرېږي، او کروندګرو پرې لا کار پیلولو چې ږلۍ پرې راغله.

له ملاکنډه د خیبر پښتونخوا زمیندارانو سازمان "کسان بورډ " مشر رضوان الله د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې تېرې ږلۍ او بارانونو په ملاکنډ کې ځینو فصلونو او د مېوو باغونو ته تاوانونه رسولي دي: "دلته په سوات او شانګله کې د جوارو فصولونو ته ډېر تاوان واوښت. جوار د دې ځای یو مهم فصل دی خو ږلۍ خراب کړ. وروستۍ ږلۍ د مېوو باغونه هم وهلي دي، دا په داسې یو وخت کې د زمیندارانو لپاره د خپګان خبره ده چې د دوی فصلونه ،مېوې او سبزیانې د پخېدو په حال کې وې.''

بلخوا د خیبر پښتونخوا د زمیندارانو تنظیم 'انجمن کاشتکاران خیبر پښتونخوا' مشر نعمت شاه روغاني د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د هغو کروندګرو سره مالي مرستې وکړي او یا یې زرعي قرضې معاف کړي چې تیار فصلونه یې وروستۍ ږلۍ خراب کړل: ''د تمباکو فصل خو یې بالکل تباه کړ، پاڼه یې ورله ورېژوله، له دې سره سره ټماټر، بېنډۍ، تورۍ، کدو او کرېله یې داسې خراب کړل، ته به و نه وایي چې دې پټي کې چا سبزي کرلې وه.''

ږلۍ ولې د تمباکو فصل زیات خراب کړ؟

د صوابۍ کروندګر حاجي ذوالفقار چې د تمباکو کاروبار هم کوي وایي، فصل یې ځکه زیات خراب شو، چې بلکل تیار وو، چا ترې یوه بټۍ ډکه کړې وه او چا یې بس په راټولولو کار پیلولو چې ږلۍ پرې راغله.

سوابۍ او مردان نه یوازې د خیبر پښتونخوا، بلکې د پاکستان په کچه د تمباکو زیات فصل اخلي خو د سوابۍ حاجي ذوالفقار وایي سږ کال به د تمباکو پیداوار د تېرو کالونو په نسبت کم وي: ''سږ کال د تمباکو د فصل د پیداوار اندازه داسې وه چې ۲۷ زره هېکټره به وي، یاني ۲۷ زره بټۍ، یو هیکټر مطلب یوه بټۍ، له دې وروستۍ ږلۍ سره به اوس ۲۰ زره یا په مشکله ۲۱ زره هېکټره یا ۲۱ زره بټۍ کېږي.''

حاجي ذوالفقار وایي په یو کنال ځمکه د تمباکو په فصل د یو زمیندار ۲۵ زره روپۍ خرچه راغلې وه، نو اوس تاسو اندازه ولګوئ چې تاوان به یې څومره وي. د نوموړي په خبره د صوبې ۷۵ فیصده تمباکو یوازې په سوابۍ او مردان ضلعو کې کېږي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د کروندګرو د غېر سرکاري سازمان (کسان بورډ )مشر رضوان الله وایي د سیمې تر ټولو مهم پیداوار د تمباکو فصل دی چې دوی یې کلنی وفاقي حکومت ته د "۱۳۰ -۱۵۰ اربه روپۍ" یوازې په ټیکس (مالیو) کې ورکوي.

د تمباکو او د تېرې ږلۍ نه د متاثرو نورو فصلونو کروندګر وایي حکومت دې له دوی سره مالي مرستې وکړې.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مردان ضلعې نه د صوبایي اسمبلي غړی افتخار مشواڼی چې پخپله يې د تېرې ږلۍ وروسته له زمیندارانو سره رابطې کړې او د ضلعي انتظامیو په مرسته یې مالومات راټول کړي، نوموړي د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل حکومت کوشش کوي چې د صوبې د کروندګرو دغې مسلې ته پام وکړي: ''ما په هغه شپه ناوخته له وزیراعلا سره رابطه وکړه په کومه شپه (جون ۱۴مه ) چې ږلې وشوه، او د زمیندارانو مسلې مې ورته وړاندې کړې، موږ کوشش کوو چې دا ټول مالومات راټول کړو او دغه سیمې افت زده وګرځوو چې دا شان له دغو زمیندارانو سره مالي مرستې وشي او یا یې زرعي قرضې معاف شي.''

افتخار مشواڼی وایي حکومت یې هڅه کوي چې په راروان صوبایي بجټ کې هم د صوبې زمیندارانو ته اسانتیاوې ورکړي.

XS
SM
MD
LG