د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې قومي مشرانو او دیني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه


دیني عالمان وايي، په کار دې لوموړی اوربند وشي او بیا د سولې خبرو لپاره اجنډا جوړه شي. انځور- ارشیف
دیني عالمان وايي، په کار دې لوموړی اوربند وشي او بیا د سولې خبرو لپاره اجنډا جوړه شي. انځور- ارشیف

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې دیني عالمانو په یوه غونډه کې په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي او د سولې ځنډېدلې خبرې پیل کړي .

د جون پر ۱۶مه په دغه غونډه کې چې دیني عالمانو، مشرانو، ځوانانو او مېرمنو پکې ګډون لرلو، غوښته وشوه چې سولې ته لار برابر کړي او د ولس د ژوند تحفظ باوري کړل شي.

په غونډه کې دیني عالمانو په بریدونو کې پر ولسي مرګ ژوبلې اندېښنه و ښودله او ویې ویل چې باید دا کار ودرول شي.

دوی روانه اوونۍ په جلا جلا پېښو کې د وېکسینېټرانو د وژل کېدو غندنه هم وکړه.

د جون پر ۱۵مه په ننګرهار کې په دریو پېښو کې وسله والو پنځه واکسین ورکوونکي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل .

د دغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. خو افغان حکومت یې د وسله والو طالبانو کار بولي.

XS
SM
MD
LG