د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن او پوتین خپله ناسته وستایله


د امریکا او روس ولسمشران
د امریکا او روس ولسمشران

په جنیوا کې د امریکا او روس ولسمشرانو تر څه باندې درېو ګنټو تر لیدنې پس خبریالانو تمه لرله چې ښايي جو بایډن له ولادمیر پوتین سره ګډه خبري غونډه وکړي خو داسې ونه شول.

د جون پر ۱۶مه د دې غونډې له ویډیویي تصویرونو ښکاري چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تر غونډې وروسته د خپلې بټې ګوتې په پورته کولو خوښي څرګندوي.

تر دې خبرو وروسته روسي ولسمشر ولادمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې تر ډېره رغونکې وې.

هغه زیاته کړه چې د دواړو لوریو ارزونه د ډېرو موضوعاتو په اړه بدله ده، خو دواړه د یوه بل د نظر د درکولو او د نژدې کېدو د لارو چارو په لټه کې وو او موافقه وشوه چې د دواړو هېوادو سفیران به خپلو دندو ته ستنېږي.

ولسمشر ولادمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې تر ډېره رغونکې وې.
ولسمشر ولادمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې تر ډېره رغونکې وې.

پوتین وویل: "خپلو دندو ته د سفیرانو د ګرځېدو، د امریکا د سفیر ستنېدنه مسکو ته او د روسیې د سفیر واشنګټن ته، دا مو سره ومنله او دا مساله حل شوه. دوی به خپلو دایمي دندو ته ستانه شي، خو کله سبا یا بل سبا دا سوالونه تخنیکي اړخ لري."

د سفیرانو د ستنېدو مساله تر اوسه سپینې ماڼۍ نه ده تایید کړې.

په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف درې میاشتې مخکې وروسته تر دې چې ولسمشر بایډن ته یې د قاتل خطاب وکړ مسکو ته ولاړ. په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان هم دوې میاشتې مخکې مسکو پرې ایښی و.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د غونډې په درشل کې وویل چې دا د دوو پياوړیو ځواکمنو ترمنځ خبرې دي او داسې خبرې تل ښې وي: "زما په نظرمخامخ خبرې ښې دي، څو معلومه کړو چې چېرته مو ګډې ګټې دي او چېرته کولی شو چې همکارۍ سره وکړو او چېرته یې نه شو کولی، ترڅو موږ دوه پیاوړي ځواکمن د اختلافي مسایلو په اړه په عقل برابره او له وړاندوینې سره سمه لار خپله کړو."

پوتین هم وار له مخه هیله ښکاره کړې وه چې خبرې به ګټورې وي. د روسیې ولسمشر وویل چې روسیه او امریکا د اټمي ثبات لپاره ګډ مسوولیت لري او د ستارټ په تړون کې د بدلون لپاره به خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل د دوو پياوړیو ځواکمنو (روسیه او امریکا) ترمنځ خبرې دي او داسې خبرې تل ښې وي
د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل د دوو پياوړیو ځواکمنو (روسیه او امریکا) ترمنځ خبرې دي او داسې خبرې تل ښې وي

د اټمي وسلو د محدودولو د دې تړون پر تمدید په وروستیو کې دواړو لوریو سلا وکړه.

د روسیې ولسمشر د امریکا اندېښنې د کرملېن د سخت منتقد الکسي ناوالني په اړه رد کړې او ویې ویل چې ناوالني قانون تر پښو لاندې کړی او پوهېده چې له جرمني چې کله مسکو ته ستنېږي څه به پېښیږي.

ناوالني تر هغه وروسته چې په خپل هېواد کې سخت ناروغه شو، جرمني ته ولاړ او هلته معلومه شوه چې په نوویچوک نومي زهرجن ګیس لړل شوی دی.

د روسیې ولسمشر د اوکراین په ختیځ کې د روسیي ځواکونو د زیاتېدو په اړه د واشنګټن تر اندېښنو وویل چې کیف اوربند نه دی مراعات کړی.

اوکرایني ځواکونه له څو کلونو راهیسې له هغو بیلتونپالو سره په جګړه دي چې مسکو یې ملاتړ کوي. د روس ولسمشر وویل چې له خپل امریکایي سیال سره یې د ازادي اروپا/ازادي راډیو په اړه هم خبرې کړي دي چې داسې چلند ورسره شوی دی لکه واشنګټن چې یې له روسيو رسنیو سره کوي.

پوتین بیا وویل چې مسکو او واشنګټن به د انټرنیټي بریدونو په اړه ډېر ژر خپلې مشورې پيل کړي او ده ادعا وکړه چې پر روس داسې ډېر بریدونه د امریکا له لوري کېږي.

دا غونډه پر داسې مهال وشوه چې د دواړو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې راوروسته تر بل هر وخت سړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG