امریکايي ولسمشر جو بایډن د جون پر ۱۶مه د سوېټزرلینډ په جینیوا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ګوري.
د دواړو سرمشریزه پر داسې مهال کېږي چې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د سړې جګړې له پای راهیسې د واشنګټن او مسکو تعلقات دومره ټیټې سطحې ته نه دي رسېدلي.
څو میاشتې مخکې بایډن، پوتین "وژونکی" بللی وو.
پوتین د خپل هېواد پر سیاسي نظام غلبې، د الېکسیې نوالني په څېر د مخالفانو ځپلو او د خپلواکه او نادولتي رسنیو غلي کولو هڅو ته دوام ورکړی.
د بایډن یوه ویانده وايي، سپینه ماڼۍ له روسیې سره د خپلو تعلقاتو "د عادي کولو یا لا خرابولو په تکل نه ده." خو د روسیې په اړه د بایډن رویه د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرتله ډېره سخته ده.
بایډن د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ کې د ولسمشرۍ دندې له پیل راهیسې دوه ځلې پر روسیې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
د دواړو مشرانو د غونډې په اجنډا کې د وسلو کنټرول، انټرنېټي جرمونو او جاسوسۍ، د اقلیم یا اب و هوا بدلون او د کورونا وایرس جهاني وبا موضوعات شامل دي.