د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې


حکومت وايي، دا پرېکړه يې په نړيوال بازار کې د تېلو په بيو کې تر زياتوالي وروسته کړې ده. انځور- ارشیف
حکومت وايي، دا پرېکړه يې په نړيوال بازار کې د تېلو په بيو کې تر زياتوالي وروسته کړې ده. انځور- ارشیف

د پاکستان حکومت د جون له ۱۶مې څخه د تېلو په بیو کې د څه باندې دوو روپيو اضافه کړې ده.

د پاکستاني وزيراعظم ځانګړي سلاکار شهباز ګېل د جون پر ۱۵مه پر خپله ټوېټر پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو وويل چې دا پرېکړه يې په نړيوال بازار کې د تېلو په بيو کې تر زياتوالي وروسته کړې ده.

نوموړي ويلي چې د پېټرولو په بیو کې د دوو روپيو او ۱۳ پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۱۰ روپۍ او ۶۹ پيسې شوی دی.

حکومت همداراز، د لایټ یا سپکو ډيزلو بیه دوه روپۍ لوړه کړې چې ورسره د یو لیټر ډیزلو نوی قيمت ۷۹ روپۍ او ۶۸ پيسې شوی.

بلخوا د يو ليټر هاي سپيډ ډيزلو قیمت یوه روپۍ او ۸۹ پیسې لوړ شوی چې ورسره يې نوې بيه ۱۱۲ روپۍ او ۵۵ پيسو ته رسېدلې.

حکومت د یو لیټر خاورو تېلو په بيه کې هم د يوې روپۍ او ۸۹ پيسو اضافه کړې او نوی قيمت يې ۸۱ روپۍ او ۸۹ پيسې ټاکل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG