د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې لسګونه ښځو د یو لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو غاړو د جنګ درولو غوښتنه وکړه.
دوی د جون پر ۱۳مه د لاریون پر مهال وویل چې "سوله" غواړي او دا چې "هره ورځ د بېګناه" افغانانو د وژنو سلسله باید ودرېږي.
دوی له طالبانو او افغان حکومته وغوښتل چې "نور باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي، د پردیو خبرو ته باید غوږ و نه نیسي او شته ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي."
دغو ښځو همداراز، له طالبانو وغوښتل چې لانجې دې د خبرو له لارې هوارې کړي. طالبان وايي، پر اوربند په بین الافغاني خبرو کې بحث کوي.
ښځو پر داسې مهال په جلال اباد کې د سولې په پار لاریون کړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی. افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.