د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغانستان یوازې نه پرېږدي: خلیلزاد


زلمي خلیلزاد د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۳مه په نور سلطان کې خبري غونډې ته وویل چې
زلمي خلیلزاد د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۳مه په نور سلطان کې خبري غونډې ته وویل چې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، واشنګټن به د پوځیانو پر ایستلو سربېره هم افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

نوموړي د جون پر ۱۳مه د قازقستان په پلازمېنه نور سلطان کې خبري غونډې ته وويل چې پوځیان يې له افغانستانه ووځي، خو امریکا افغانستان نه پرېږدي.

د خلیلزاد په خبره، دوی به د سولې او روغې جوړې لپاره "سخت زیار" ایستلو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې واشنګټن به د افغانستان امنیتي، مالي او بشري مرستې هم جاري ساتي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي. تر نوموړي وروسته ناټو هم د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له هغه هېواده د پاتې بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر پیل شوی، په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی.

افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

په عین حال کې بایډن له افغانستان سره د پوځي او بشري مرستو د دوام هوډ ښوولی.

XS
SM
MD
LG