د کابل ښار په اوومه او۱۳مه ناحیو کې د سورلۍ پر دوو موټرو چاودنې شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي، په دغو دوو چاودنو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
اووه کسان د اوومې ناحیې په مهتاب قلعه او بل یو تن په ۱۳مه ناحیه کې وژل شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.