د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانسن له بریتانیا سره د امریکا د همکارۍ لېوالتیا د 'تازه باد یوه ساه' وبلله


د بریتانیا وزیر اعظم بورېس جانسن او د امریکا ولسمشر جو بایډن
د بریتانیا وزیر اعظم بورېس جانسن او د امریکا ولسمشر جو بایډن

د بریتانیا وزیراعظم بورېس جانسن وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن لېواله دی چې له دوی سره له اقلیمي بدلونه نیولی تر کووېډ-۱۹ او د امنیت په ګډون پر یوشمېر مسلو کار وکړي.

جانسن له بریتانیا سره د بایډن د همکاري لېوالتیا 'د تازه باد هوا له یوې ساه' سره تشبیه کړې ده.

جانسن د امریکا له ولسمشر سره تر ملاقات وروسته وویل، خبرو یې نژدې یو نیم ساعت دوام وکړ او په ګډه سخت کار سره کوي: "موږ پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې، دا ډېر په زړه پورې دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ادارې او خپله د بایډن خبرې واورېدل شي. ځکه ډېر کارونه دي چې دوی غواړي په ګډه یې له موږ سره ترسره کړي، له امنیته نیولې، تر نیټو او د اب او هوا تر بدلونه. دا په زړه پورې ده، دا د تازه هوا یوه ساه ده، دوی غواړي ډېرڅه په ګډه ترسره کړي."

د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن
د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن

جو بایډن په دې پیغام سره اروپا ته راغلی چې خپلو اروپایي متحدانو ته یو ځل بیا د امریکا د باوري ملګرتیا ډاډ ورکړي.

دی غواړي د مخکیني ولسمشر ډونالد ټرمپ د تګلارې خلاف بهرنۍ پالیسي ولوبوي، ځکه د ټرمپ تګلاره پردې ولاړه وه چې 'لومړی امریکا' ده.

جو بایډن له بورېس جانسن سره تر ملاقات وروسته اعلان کړی چې متحده ایالات به نیم میلیارد ډوزه د کرونا واکسین اخلي او کم عایده هېوادونو ته به یې د مرستې په ډول ورکوي.

بایډن ویلي، دوی دا کار د دې لپاره کوي چې د خلکو ژوند خوندي کړي.

د ده په خبره، امریکا غواړي چې د واکسینو تولید ځای و اوسي، لکه څنګه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ډموکراسۍ تولید ځای و.

بایډن او جانسن د ۷ سترو صنعتي هېوادونو یا 'جي ۷' هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې سره کتلي دي.

بایډن او جانسن د خپلو لېدو کتو پر مهال د اتلانتیک یو نوی منشور هم لاسلیک کړ.
بایډن او جانسن د خپلو لېدو کتو پر مهال د اتلانتیک یو نوی منشور هم لاسلیک کړ.

ټاکل شوې دا سرمشریزه نن د جون میاشتې پر ۱۱مه نېټه ترسره شي چې پر بایډن او جانسن سربېره پکې د پنځو نورو هېوادونو کینیډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان مشران برخه اخلي.

بایډن او جانسن د خپلو لېدو کتو پر مهال د اټلانټیک یو نوی منشور هم لاسلیک کړ.

دا منشور اتیا کاله مخکې د امریکا د ۳۲م ولسمشر فرېنکلین روزویلټ او د بریتانیا د پخواني وزیر اعظم وینسټن چرچل د هېلو او ژمنو پر اساس جوړ شوی دی.

دغه سند پر هغو چیلنجونو راڅرخي چې د چین او روسیې په څېر هېوادونو له خوا د ازادې سوداګرۍ، بشري حقونو او نړیوال نظم پر وړاندې را ولاړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG