د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي ای نور عالم خان وايي د زيات لوډشېډنګ له وجې ولس راته ښېرې او کنځلې کوي


پاکستان کې ګرمي او د بجلۍ لوډشېډینګ دواړه زیات شوي دي. ګرمۍ ځپلي دوه کسان کراچۍ کې تر یوه پله لاندې ارام کوي. تصویر له ارشیفه
پاکستان کې ګرمي او د بجلۍ لوډشېډینګ دواړه زیات شوي دي. ګرمۍ ځپلي دوه کسان کراچۍ کې تر یوه پله لاندې ارام کوي. تصویر له ارشیفه

د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د خیبر پښتونخوا غړیو پر خپل حکومت نيوکې وکړې چې په دې سخته ګرمۍ کې يې د خېبر پښتونخوا ولس ته بجلي ورنکړه او هلته د ورځې څه نا څه ۲۰ ګنټې بجلي نه وي.

له پېښوره د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان اسمبلۍ ته په وينا کې وويل چې د بجلۍ زيات لوډشېډنګ له وجې د سيمې ولس دوی ته ښېرې او کنځلې کوي.

نوموړی زياته کړه چې دا وخت په پېښور، مردان، صوابۍ او په نورو ضلعو کې د بجلۍ زيات لوډشېډنګ ځکه کېږي چې د بجلۍ ټرانسپرمرې او تارونه ډېر زاړه دي او زياته بجلي نه شي برداشتولې.

ده زياته کړه چې د بجلۍ ځينې تارونه او ټرانسفرمرې په ۱۹۵۵ز کال کې لګېدلي دي:

"د بجلۍ په ټرانسفرمرو بوج زيات دی. د بجلۍ يولس زره لاين څه باندې شپېته کاله پخواني دي. تر اوسه پر دې کار نه دی شوی. دا ځکه چې وزارتونه او د بجلۍ ادارې درواغ وايي. د بجلۍ په ادارو کې د لاين مېنانو، ميټرريډارانو او نورو چارواکو څوکۍ خالي دي او په غټو غټو څوکيو نااهله خلک لګول شوي بايد چې د دې پرځای ښه تکړه او سنديافته انجينېران ولګول شي. که يو خوا بجلي نه شته نو بلخوا يې يو يونټ په ۳۴ روپۍ دی نو که موږ خلکو ته ارزانه او پوره بجلي ورنکړه او ګراني مو کنټرول نه کړه نو پاکستان نه شي بچ کېدای."

اړوند مطالب

د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د بجلۍ په لوشېډنګ د پام رااړولو یادګېرنه (توجو دلاو نوټس) د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د خیبر پښتونخوا څلورو غړو لکه د ملاکنډ جنید اکبر خان، د نوښار عمران خټک،د باجوړ ګل ظفر خان او د بونير شېر اکبر خان راوړو.

شېر اکبر خان اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل که څه هم د دوی په سيمه کې د بجلۍ غلا نه کېږي خو بيا هم خلکو ته بجلي د نشت برابره ده: "زموږ په ټراسمېشن لاين ډېر بوج دی چې له وجې يې د بجلۍ تارونه سوځي نو مننه به وي چې د دې لپاره څه وکړئ. بله دا چې دلته په بونير کې د بجلۍ عمله کمه ده او ډېری چارواکې داسې دي چې بې تعليمه دي. د بجلۍ فيډرو منظوري ورکړل شوې خو تر دې دمه نه دي لګول شوي نو بايد د بونير بجلۍ مسله په ترجيحي بنيادونو حل کړل شي."

همداراز څرګندونې له چارسدې د پاکستان تحريک انصاف ګوند بل غړي ملک انور تاج هم د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وينا کې وکړې:

"په ټول پاکستان کې تر ټولو زيات لوډشېډنګ زما په حلقه کې کيږي. دلته د ورځې تر ۲۳ او ۲۲ نيمو ګنټو پورې د بجلۍ لوډشېډنګ کېږي. زه دا منم چې هلته د بجلۍ د غلا، مېټرو کمي او بقاياجاتو مسله ده خو زه د بجلۍ ادارې سره له تېرو درېوو کالو نه په رابطه کې يم خو دا مسله حل نه شوه. ما په يوه علاقه کې پینځلس زره ميټرې ولګولې خو هلته هم د بجلۍ لوډشېډنګ د ورځې۲۳ ،۲۲ او ۲۰ ګنټې دی."

په پېښور کې د واپډا کارکوونکو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

د اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر هم وويل چې د دوی په صوابۍ ضلعه کې د بجلۍ د لوشېډڼګ مسله ده.

د دې په ځواب کې د توانايې وزير حماد اظهر اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل چې په صوابۍ، پېښور، بونير او نورو ضلعو کې د بجلۍ د زاړو تارونو،ټراتنسفرمرو او فېډرو مسلې په حل باندې به ډېر زر کار شورو کړل شي.

دا وخت په پېښور، مردان، صوابۍ او په نورو ضلعو کې د بجلۍ زيات لوډشېډنګ ځکه کېږي چې د بجلۍ ټرانسپرمرې او تارونه ډېر زاړه دي او زياته بجلي نه شي برداشتولې.
نور عالم خان

البته ده د بجلۍ ادارو کې د عملو د کارکردګۍ يا کموالي په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د چارسدې په ګډون ځينو نورو سيمو کې د بجلۍ لوډشېډنګ ځکه کېږي چې هلته ډېرې خلک بجلي غلا کوي او مېټرې يې نه دي لګولي:

"اتيا فيصده خلک په چارسده کې د بجلۍ بلونه نه ورکوي يعنې هلته د بجلۍ غلا کيږي. د دې د مخنيوي لپاره موږ اې بي سي يا اېريل بنډلډ کېبلز لګوو. او چې څومره هم خلک څه مسلې لري نو راځي دي زما دروازې به ورته خلاصي وي."

د توانايې وفاقي وزير د تورنو په ځواب کې د چارسدې ضلعې ځينو اوسېدونکو په نهم جون مشال رېډيو ته وويل:

"زما فضل مجيد نوم دی او د تنګي اوسيدونکی يم. د توانايې وزير تورونه ناسم دي.که چېرې شل فيصده خلک د بجلۍ غلا کوي نو د دې سزا خو ټول ولس ته نه شي ورکړل کېدای. سږ کال د بجلۍ د کمي له کبله ټيوب وېلونه بند وو نو له کبله يې زموږ فصلونه کم وشول. له بجلۍ سره تړلي نور روزګارونه هم په ټپه ولاړ دي."

یوازې پښتونخوا ۲۵ زره مېګا واټه بجلي پیداکولای شي. عادل خټک
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د چارسدې يو بل اوسدونکی سيد الله وايي، مخکې به اتيا فيصده خلکو د بجلۍ غلا کوله خو اوس کمه شوې او تر ۴۰ يا ۵۰ فيصده پورې خلک به د بجلۍ ترلاسه کولو لپاره کونډې اچوي يعنې بجلي به پټوي. د بجلۍ لوډشېډنګ دومره دی چې يو ساعت بجلي وي او يو ساعت نه وي."

د جون په اتمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وينا کې د توانايې وزير حماد اظهر دا هم وويل چې په ۲۰۲۳ز کال کې به له پاکستان سره ۵۰ فيصده اضافي بجلي وې خو هېواد يې د مسلم ليګ(ن) او پيپلز پارتۍ د پخوانيو حکومتونو پرمهال له نورو هېوادونو سره د توانايې په مد کې د کړو ګران بيعه معاهدو له کبله هرکال ۱۵۰۰ اربه روپۍ ادا کوي.

د حماد اظهر د دې څرګندونو پر مهال د اپوزيشن ګوندونو غړو (د درواغجن،درواغجن )نعرې وهلې.

XS
SM
MD
LG