د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د بجلۍ مالومات او بل پر موبایل اېپ


د پاکستان د بجلۍ او توانايې وزارت د ولس اسانتياو لپاره د "روښانه پاکستان" په نوم یو موبايل پروګرام جاري کړی دی.

د نهې په ورځ په اسلام اباد کې د توانايې وفاقي وزير د دې پروګرام پرانسته وکړه.

په پاکستان کې د بجلي استعمالونکي به اوس د موبايل پروګرام له لارې خپل د بجلۍ بل، د بجلۍ وېشلو کمپنۍ کارکردګي او د بجلۍ لوډشېډنګ په اړه معلومات تر لاسه کولی شي۔

په دې اړه مطبوعاتو ته د بجلۍ او توانايې وفاقي وزير اوېس لغاري وویل چې حکومت له ولس سره کوم ژمنه کړې وه، هغه يې پوره کړه.

نوموړی وايي، اوس به ولس د خپل فيډر له تېرو ۲۴ ګنټو ريکارډ کتلی شي چې کله بند شوی وو او څه وخت بند شوی وو.

ده وویل، د هغه متعلقه فيډر څومره بجلي غلا کېږي يو تن دا هم معلومولی شي چې د هغه د بجلۍ فيډر بند دی او که نه.

د نوموړي په وینا د سرکاري ادارې ټول معلومات او غوښتنې به اوس له ولس سره هم شريکولی شي.

وفاقي وزير اوېس لغاري وویل چې د ټولنيزو رسنيو له لارې پر حکومت نیوکې کېږي چې حکومت په ملک کې د لوډ شېډنګ ختمولو اعلان تر سره نه کړو او په ډېړو سيمو کې اوس هم لوډ شېډنګ روان دی.

لغاري وايي، د ملک په ګڼو سيمو کې د بجلۍ لوډ شيډنګ ختم شوی دی او په کوم ځای کې چې بجلۍ غلا کېږي هلته به لوډ شيډنګ روان وي.

ياده دې وي چې دروانې مياشت په پيل کې حکومت اعلان کړی وو چې د ملک څلور زرو زيات په فيډرز لوډ شيډنګ ختم کړی دی.

XS
SM
MD
LG