د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بیلاروس سخت بندیزونه پر لوکاشینکا فشار اچولی شي: څیخانوسکایا


بیلاروس کې د اپوزیشن مشره سویتلانا څیخانوسکایا
بیلاروس کې د اپوزیشن مشره سویتلانا څیخانوسکایا

په بیلاروس کې د اپوزیشن مشرې سویتلانا څیخانوسکایا غوښتنه کړې چې لوېدیځ هېوادونه دې د الیکسینډر لوکاشینکا پر حکومت بندیزونه سخت کړي.

نوموړې ویلي، دا یوازینۍ لار ده چې د لوکاشینکا حکومت تر سخت فشار لاندې راوستلای شي.

د جون پر اتمه نېټه څیخانوسکایا د ازادې اروپا له رېډیو سره په مرکه کې وویل، ټول پر دې پوهېږي چې رژیم ته زیان په اقتصادي توګه رسېدلای شي، او که داسې وشي نو بيا به د حکومت لپاره ممکنه نه وي چې پولیس او پوځ ته تنخا ورکړای شي.

د اپوزیشن مشرې سویتلانا څیخانوسکایا د اګست پر نهمه تر ولسمشریزو انتخاباتو یوه ورځ وروسته د خپل او د کورنۍ د امنیت په خاطر له بیلاروسه لیتوانیا ته ولاړه. په دغو انتخاباتو کې د څیخانوسکایا پلویانو ویلي ول چې نوموړې ګټلې ده.

د اګست پر نهمه، په بيلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ۶۶ کلن لوکاشینکا تر بریا وروسته په دغه هېواد کې احتجاجونه پیل شول او نوموړی په درغليوو تورن شو. هغه له ۱۹۹۴ز کال راهیسې پر دغه هېواد واکمن دی.

XS
SM
MD
LG