د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ۱۰ ماین پاکان وژلي: بغلان پولیس


ارشیف
ارشیف

د بغلان ولایت پولیس وایي چې په دغه ولایت کې بېګا شپه د 'هېلوټرسټ' په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې په حمله کې لس تنه ماین پاکان وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان دي.

‎د دغه ولایت د پولیسو ویاند جاوېد احمد بشارت په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "طالبانو هغه ژمنه چې د خیریه موسسو په اړه یې کړې وه، هغه یې عملي نه کړه او تېره شپه لس بجې یې د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ په شېخ جلال سیمه کې د ماین پاکۍ پر یوه کمپ حمله وکړه چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي."

‎د بشارت په خبره، دغه ماین پاکان دا ورځې په مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې د ښخو ماینونو په شنډولو بوخت ول.

‎‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم دا کار د طالبانو بولي.

‎د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو وړاندې د خیریه موسسو د خونديتوب خبره کړې وه، خو په خبره یې یو ځل بیا دغه ډلې په بې ګناه او خیر رسوونکو کسانو حمله وکړه.

‎خو طالبان بیا دا ادعا ردوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی د څېړنو له مخې دا حمله څو پټ-مخیو وسله والو کړی او په خبره یې دا سیمه د دوی په کنټرول کې نه ده او یاده حمله غندي.

‎د هیلو ټرسټ موسسې یو شمېر ټپي کار کوونکو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د شپې لس بجې وې چې نقاب لرونکي وسله وال کسان مو کمپ ته راننوتل، موږ وسله وال ساتونکي په کمپ کې نه لرو، دوی موږ ته وویل چې مسوولین مو راوښیئ، موږ یې په جلا خونو کې بندیان کړو، موبایلونه یې رانه واخیستل او پر موږ ‌‌‌‌‌‌ یې ډزې وکړې، لس کسانو یې را ووژل او ‌‌‌‌‌‌نږدې دېرش نور یې ټپیان کړل.

-موږ خو د خلکو خدمت کوونکي یو، نه پوهېږو چې ولې یې په داسې حال ورسولو."

‎ازادي راډیو هڅه وکړه څو د هیلو ټرسټ موسسې له مسوولینو سره هم د دې حملې په اړه خبرې وکړي، خو د یادې موسسې ځینو مسوولینو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په دې اړه هېڅ معلومات نه لري.

‎دا لومړی ځل نه دی چې د ماين پاکۍ په شان د خیریه موسسو پر کار کوونکو برید کېږي، وړاندې تردې هم د سرې میاشتې پر کار کوونکو، بې پولي ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو، ښوونکو او وېکسینېټرانو باندې ورته حملې شوي، خو ښايي په ډله ییز ډول دا شان وژنه یې په لومړی ځل وي.

XS
SM
MD
LG