د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۲۰ ماین پاکان په قومي چیغه راخوشي شو


د افغانستان په کندوز ولایت کې د ماین پاکی یو کارکونکی ماینونه پاکوي
د افغانستان په کندوز ولایت کې د ماین پاکی یو کارکونکی ماینونه پاکوي

نقیب الله متونوال خوست

د افغانستان په خوست ولايت كې د ماین پاکی ۲۰ تنه تښتول شوي کارکوونکي د قومي چیغي او دولتي ځواکونو د ګډو هڅوپه نتیجه کې بېرته خوشي شول.
د چا رواكو په وينا، چې په دې پيښه كې د وسله والو تښتوونكو له لوري درې تنه وژل شوي هم دي.

تېره ورځ د خوست ولایت جنوب لوري د تڼیو په ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ ۲۰ تنه کارکوونکي دوسله والو کسانوله خوا وتښتول شول چې وروسته بیا د قومي چیغي او دولتي ځواکونو د ګډو هڅوپه نتیجه کې بېرته ترې خوشي شول.

د خوست امنيه قوماندان جنرال عبد الحكيم اسحاق زي د پېښې دپخلي ترڅنګ وویل، چې تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ داطمان په سیمه کې د ایم سي پي اې په نوم دماین پاکی ۲۳ تنه کارکوونکي دوسله والو کسانو له خوا وتښتول شول چې بیا وروسته دسیمي خلکو او دولتي ځواکونو په ګډه دغه کسان له یوې وسله والې نښتې وروسته بېرته را خوشي كړل.

د جنرال اسحاق زي په خبره، چې په نښته كې د دوی له لوري یوازې دماین پاکۍ یوتن کارکوونکی ټپي شوي او نورکوم چاته زیان نه دی اوښتی. خو د مخاليفينو له لوري درې تنه وژل شوي دي.

تراوسه کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه خپل غبرګون نه دى څرګند کړی.
داپه داسې حال کې ده چې تير كال دخوست په یوه بله سیمه مزغوره کې هم دماین پاکۍ دیوې بلې موسسې ایم ډي سي څوتنه کارکوونکي تښتول شوي وو خو وروسته دسیمې د خلکو په مرسته بېرته راخوشي شول.
XS
SM
MD
LG