د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شوی


چارواکي وايي، سږ کال تر دې دمه يوازې يو د پوليو کيس رپورټ شوی.
چارواکي وايي، سږ کال تر دې دمه يوازې يو د پوليو کيس رپورټ شوی.

د دې قبايلي ضلعې اېډيشنل ډپټي کمشنر فهيد الله د جون پر اتمه مشال راډیو ته وويل دغه کمپاين چې د جون پر اوومه پیل شوی پکې به ۸۳۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکړل کېږي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي مشال راډیو ته ویلي دي چې د ۶۳۶ پوليو ټيمونو د حفاظت لپاره یې ۱۳ سوه ۶۲ پوليسان ګمارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګل ورځ په اسلام اباد کې د پوليو مخنيوي کمپاين پرانستنې په موقع د پاکستان وزيراعظم عمران خان وويل تمه ده چې پاکستان به ډېر زر له پوليو ناروغۍ پاک شي. ځکه چې سږ کال تر دې دمه د پوليو یک یو کيس رپورټ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG