چارواکي وايي، د افغانستان په کندهار ولایت کې وسله والو یو قاضي وژلی دی.
یوې امنیتي سرچینې د جون شپږمې پر ماخوستن د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې (اتوار) پر ماښام د کندهار ښار په کارېز بازار کې شوې.
د ده په خبره، پر موټرسایکل سپرو وسله والو د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مبارزې د دیوان قاضي وویشت.
چارواکو د وژل شوي قاضي نوم نه دی ښوولی.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.