د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژبله اوښتي


افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. انځور ارشیف
افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. انځور ارشیف

طالبانو د جون پر پينځمه د افغانستان په بغلان ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو پرضد بريد پیل کړی چې پکې د امنيتي چارواکو په خبره لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې پر جلګه ولسوالۍ بريد کې د دوو ولسواليو پوليس مشران او شپږ افسران وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دغه بريد چې تر نيمې شپې وروسته له مختلفو خواوو سمدستي پیل شو، د جون پينځمې تر سهاره يې دوام وکړ. د بغلان ولايت د جلګه ولسوالۍ پوليسو مشر ګلبدين او د برکه ولسوالۍ پوليسو مشر لطف الحق په جګړه کې وژل شوي دي. لطف الحق په جلګه کې د خپلو ملګرو مرستې لپاره ورغلی و.

افغانستان کې د جګړې له کبله په میلیونونو خلک بې کوره شوي: د خوراک نړيواله اداره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:45 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې مخ په زياتېدونکي تشدد او د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې ولاړو خبرو له افغانستانه د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو تر وتو وروسته د دې هېواد د راتلونکی په اړه غېر يقيني حالت رامنځته کړی. دغه ځواکونه به تر ۱۱م سپټمبره پورې له افغانستانه وځي.

امنيتي چارواکو په تېرو۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه په ۱۰ ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپور ورکړی دی. د جون پر څلورمه هم طالبانو په دوو مختلفو ولايتونو کې دوه ولسوالۍ ونيولې.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د سولې فرصت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

XS
SM
MD
LG