اروپایي ټولنې پر بېلاروس د بندیزونو اقدامات سخت کړي او د دغه هېواد د الوتکو پر مخ یې د اروپا هوایي حریم بند کړ.
د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې چې د جون پر څلورمه، خپره شوه راغلي، د ټولنې له ټولو ۲۷ غړو هېوادونو غوښتنه کېږي چې د بېلاروس هوایي شرکت الوتکو ته د الوتنې او ناستې اجازه ورنه کړي. دا محدودیت د اروپا پر وخت له تېرې شپې ۱۲ بجو را په دې خوا عملي شوی دی.
وروسته له هغې چې د بېلاروس حکومت په مينسک کې د راین اېر شرکت یوه الوتکه د بم په دروغجن خبرداري ناستې ته مجبوره کړه، اکثرو اروپایي هېوادونو د بلاروس پر وړاندې خپل هوایي حریمونه بند کړل.
د مې پر ۲۳مه نېټه له دې کېنول شوې الوتکې د بېلاروس د رژیم یو منتقد فعال او خبریال ونیول شو.
خو بل پلو، د بېلاروس ملي هوايي شرکت په یوه بیان کې ویلي چې هغوی د ماسکو يو نړیوال هوایي ډګر څخه د الوتکو چلولو اجازه ترلاسه کړې.