د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: د افغان ځواکونو بمبارۍ کې ګڼ طالبان وژل شوي


د افغانستان په هلمند ولایت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د درنو جګړو راپورونه ورکړل شوي.

افغان ځواکونو د جون پر څلورمه، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر هغې پوځي اډې هوايي بريد وکړ چې طالبانو نيولې وه. په هوايي بريد کې د مرګ ژوبلي په اړه متضاد راپورونه ورکړل شوي دي.

افغان ځواکونو ویلي، ځینې ملکي وګړي هغه مهال وژل شوي او يا ټپیان شوي چې له طالبانو سره یو ځای يې له یوې قرارګاه څخه وسلې وړلې.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې په دې پېښه کې څومره ملکي کسان مړه یا ژوبل شوي خو په بريد کې د ۲۰ وسله والو طالبانو د وژنې خبر ورکړل شوی دی.

طالبان او افغان حکومت دواړه په دوامداره ډول یو بل د ملکي وګړو په وژنې تورنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG