د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مکین پرلت پای ته ورسېد


مکین پرلت
مکین پرلت

د مکین اوسېدونکي او پرلتوال وايي چې د چارواکو تر ډاډ وروسته یې پرلت ختم کړ

د جنوبي وزیرستان په مکین کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د ماشومانو د وژنې پر ضد پرلت پای ته رسېدلی دی.

د ضلعې د پولیسو مشر شوکت علي نن مشال راډیو ته وویل چې انتظامي چارواکو پرون په جرګه کې د سیمې د خلکو غوښتنې ومنلې چې له وجې یې پرلت پای ته ورسېد.

د شوکت علي په خبره، د ماین پاکۍ ډلې به د خلکو تر نشاندهۍ وروسته سمدستي هغه ځای ته رسېږي او بمونه به پاکوي. دی زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکو د امنیتي پوستې بل ځای ته د انتقال غوښتنه وکړه چې انتظامي چارواکو ومنله.

د مکین اوسېدونکي او فعالان وايي، د چارواکو تر ډاډ وروسته یې پرلت ختم کړ او د درو ماشومانو مړي یې خاورو ته وسپارل. د جون پر لومړۍ نېټه د لدا تحصیل په تنګي بادینزي کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې درې ماشومان ووژل او دوه ژوبل شول.

په جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې مالي او ځاني زیانونه اړوي. امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، له شاوخوا درو کلونو راهیسې یې په قبایلو کې د ماین پاکۍ بهیر ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG