د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي درېدو غوښتنه وکړه


د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه درې اړخیزه غونډه
د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه درې اړخیزه غونډه

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د درېدلو او هر اړخیز اوربند غوښتنه وکړه.

حنیف اتمر، شاه محمود قریشي او وانګ یي د جون پر درېیمه نېټه په خپله څلورمه درې اړخیزه ناسته کې د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د دغې غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ناامنیو دوام د سیمې ثبات او اقتصادي سوکالي اغېزمنوي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا د افغانستان د سولې له هڅو د اسلام‌اباد او پیکېنګ ملاتړ څرګند کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب د شویو بحثونو په اړه مشال راډيو ته وویل: "په دې اعلامیه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام د دغو هېوادونو له‌خوا د افغانستان د دولت او خلکو له غوښتنې سره سم د بېړني اوربند په عملي کولو، د سولې د معنی لرونکو خبرو پر پیل او افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستو هوکړه وشوه. دغه‌راز له ترهګرۍ، پلان شویو جرمونو او کرونا سره د مبارزې لپاره د هېوادونو د ژمنو په عملي کولو او د امنیت شورا د ۲،۵۱۳ نمبر پرېکړه‌لیک په عملي کولو ټینګار وشو."

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د تېرې مې میاشتې په سر کې پيل او ټاکل شوې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې بشپړه شي.

له دې سره هم‌ مهاله افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوه او په ګڼو ولایتونو کې خونړۍ جګړې وشوې.

ځینو پاکستاني ورځپاڼو د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له خولې لیکلي چې په درې اړخیزه ناسته کې يې سولې ته په ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، که د پاکستان په ګډون ټول قوتونه خپل کردار ادا نه‌کړي، انسان وژنه به نوره هم زیاته شي او په خبره ‌یې دا وضعیت به یوازې تر افغانستانه محدود پاته نه‌شي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پاکستان نویو حالاتو ته په کتو باید خپله تګلاره واضح کړي.

د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړي چارواکي داسې مهال افغانستان کې د اوربند غوښتنه کوي چې تر اوسه طالبانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

طالبان وایي، تر هغو چې د سولې خبرو کې پرمختګ ونه‌شي، دوی اوربند نه‌شي کولای.

په همدې حال کې د جون پر لومړۍ نېټه د افغانستان د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي بیرته دوحې ته روان شول چې له طالبانو سره له سره خبرې پیل کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG