د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې دوو چاودنو اته تنه وژلي


چارواکي وايي دغه دواړه پېښې په کابل ښار کې د هزاره ټولنې له کورونو سره نېږدې شوي
چارواکي وايي دغه دواړه پېښې په کابل ښار کې د هزاره ټولنې له کورونو سره نېږدې شوي

افغان چارواکي وایي، په کابل ښار کې په کوسټر بسونو کې له دوو بمي چاودنو اته کسان وژل شوي دي.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د جون پر درېیمه ویلي دغه دواړه پېښې په کابل ښار کې د هزاره ټولنې له کورونو سره نېږدې شوي دي.

فردوس وایي، په لومړۍ چاودنه کې د دوو ښځو په ګډون څلور ولسي تنه ووژل شول، او څلور نور پکې ټپیان شول. او په دویمه چاودنه کې نور څلور کسان ووژل شول او پينځه تنه پکې ژوبل شول.

تر اوسه د دغو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې، خو په افغانستان کې زیاتره وخت د بمي حملو ذمه واري طالبانو او داعش ډلې منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG