د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې بمي چاودنې درې ماشومان وژلي


د وژل شویو او ژوبلو ماشومانو عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۴ کالونو پورې ښودل شوي.
د وژل شویو او ژوبلو ماشومانو عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۴ کالونو پورې ښودل شوي.

پنجشنبه د جون پر درېیمه په کوټه کې په یوه بمي چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د کوټې ښار د خروټ اباد په بادیزۍ سیمه کې هغه وخت شوې چې کله دغو ماشومانو په لاره کې پروت دستي بم پورته کړ او لوبې پرې کولې.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جون پر درېیمه نېټه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلي خو دا لا نه ده مالومه چې ماشومانو ته دغه بم څنګه په لاس ورغلی.

د وژل شویو او ژوبلو ماشومانو عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۴ کالونو پورې ښودل شوي دي.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG