د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین یې پرېښود


منظور احمد پښتین
منظور احمد پښتین

د کواټ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر څو ساعته حراست وروسته خوشې کړی دی.

د غورځنګ یوه مخکښ عبدالله ننګیال نن مشال راډیو ته وویل چې پښتین تر خوشې کېدو وروسته د بنو په جانیخېلو کې پرلت ته پر لار دی. جانیخېلو د مې پر ۳۱مه په هدفي برید کې د یوه ځايي مشر تر وژنې وروسته احتجاجي ناسته پیل کړه چې نن هم روانه ده.

د غورځنګ او پولیسو په وینا، نوموړی د جون پر څلورمه پیشلمي مهال له اسلام اباده بنو ته روان وو چې په کواټ کې پولیسو ونیوه. له پښتین سره ځینې نور ملګري ادريس پښتين، بلال پښتون او زوهيب پښتين هم په حراست کې اخیستل شوي ول.

د کواټ د پولیسو یوه چارواکي بشیر داد نن مشال راډیو ته وویل چې پښتین تر تحقیقاتو وروسته خوشې کوي. ده په دې اړه له نور تفصیل ورکولو ډډه وکړه. د تېر کال د جنورۍ پر ۲۷مه د پېښور پولیسو په تهکال کې پر یوه کور د چاپې پر وخت منظور پښتین او د هغه شپږ ملګري نیولي ول. هغه مهال پر پښتین د امن خرابولو، کرکې خپرولو او د ریاست پر ضد د سازش تورونه پورې شوي ول. خو د ډېره اسماعیل خان یوه عدالت نوموړی د تېر کال په فبرورۍ کې د غدارۍ له توره سپین وګرځاوه.

پر ټولنیزو رسنیو د منظور پښتین د ګرفتارۍ خلاف د هغه د خوشې کېدو د مطالبې هشټېګ، چلېږي. په روانه اونۍ کې د غورځنګ د ځینو نورو غړیو د نیول کېدو راپورونه هم ورکړل شوی دي.

د منظور پښتین نیول او پرېښودل پر داسې مهال کېږي چې د دغه غورځنګ یوه بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د خپل ګوند جوړولو اعلان وکړ او د دې تر څنګ د دې غورځنګ بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر په کراچۍ کې له تېرو څه باندې پینځو میاشتو راهیسې په زندان کې دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د مې پر ۲۶مه نېټه د خړ کمر پېښې پرضد په دته خېلو کې ولسي غونډې ته په وینا کې د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف په ټول ملک کې د مظاهرو اعلان وکړ.

پي ټي اېم څه غواړي؟

پښتون ژغورنه غورځنګ له رياسته غوښتنې لري چې ورک کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړل شي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو د خلکو ځورول بند کړل شي، سيمه دې له ماينونو پاکه کړل شي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو معلومولو لپاره یو کميسيون جوړ کړل شي.

بلخوا حکومت وايي په دغو غوښتنو کې يې د ځېنو په پوره کولو لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG