د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزير په زنداني کولو کې استخباراتي ادارې لاس لري: منظور پښتين


د پي ټي اېم مهم مشران منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر
د پي ټي اېم مهم مشران منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تور پورې کړی چې د پاکستان جاسوسي ادارې د ملک د نورو چارو تر څنګ په عدالتونو کې هم لاسوهنه کوي.

منظور پښتین د اپرېل پر دویمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې پوښتنه وکړه چې د کراچۍ عدالت د علي وزیر د ضمانت پرېکړه د مارچ پر پنځمه محفوظه کړې وه خو تر اوسه یې ولې او د چا په خوله ځنډولې ده؟

نوموړي د سیند له حکومته غوښتنه وکړه چې پر دوی دې د داسې مقدمو مخه ونیسي چې په څرګنده د سیاسي انتقام لپاره جوړېږي. هغه تور پورې کړ چې د پاکستان جاسوسي ادارې په جنوبي وزیرستان کې "ځانګړي حالات" پیدا کوي. د ده په وینا، د دې لپاره یې لومړی د دې سیمې پارلماني استازی علي وزیر ګرفتار کړ او بیا یې هلته د دوو قبیلو ترمنځ جګړه رامنځ ته کړه.

د پاکستان جاسوسي ادارو او حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي او وايي چې علي وزیر یې د ریاست خلاف وینا په تور زنداني کړی دی.

علي وزیر د ۲۰۲۰ کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پولیسو نیولی و. هغه مهال د پېښور پولیسو ویلي چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی دی. پر هغه تور دی چې د ۲۰۲۰ کال د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د ریاست خلاف ستغې خبرې کړې وې.

خو د علي وزیر وکیل قادر خان ايډوکيټ دغه تور ردوي او وايي چې پر سټيج د چا خلاف او د ریاست پرضد وینا نه وه. پښتون ژغورنه غورځنګ هم دا تورونه ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

سیند های کورټ د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر په ضمانت د خوشې کېدو درخواست اورېدنه منلې وه.

د کراچۍ پوليسو د مارچ په دویمه نېټه علي وزير د سېنېټ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره اسلام ته لېږلی و. هغه مهال د کراچۍ جېل مشر حسن سهتو ويلي وو، د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سيند چيف سيکريټري ته ويلي ول چې علي وزير دې په ټاکنو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولېږي.

د مارچ په پنځمه نېټه د سیند هایکورټ د علي وزیر د ضمانت په اړه خپله پرېکړه محفوظه وساتله. تر دې وړاندې په عدالت کې د علي وزیر د ضمانت د درخواست اورېدنه وشوه. د علي وزیر وکیل قادرخان هغه مهال مشال راډیو ته ویلي وو، د سرکاري او مدافع وکیل له دلایلو وروسته عدالت خپله پرېکړه خوندي وساتله او اوس ورته هغوی په انتظار دي.

د علي وزير د نيونې پرضد پي ټي اېم د پاکستان او نړۍ په کچه احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG