د جون پر دویمه سهار وختي د عمان په خلیج کې د ایران سمندري ځواک یوه لویه بېړۍ د اور لګېدو وروسته ډوبه شوې ده.
د ایران د سرکاري میډیا تر مخه د دغه پېښې وجوهات لا هم مخې ته نه دي راغلي او د بېړۍ ټوله عمله ژغورل شوې او محفوظه ده.
د ایران سرکاري ټیلېویژن خبر ورکوي هغې بېړۍ چې اور یې اخیستی د خرګ په نوم د یوې بلې بېړۍ مرسته کونکې وه، د دغه بېړۍ نوم د ایران د هغه جزیرې په نوم ایښودل شوی چېرته چې د ایران د تېلو مرکزي ټرمینل دی.
نیم سرکاري اژانس فارس خبر ورکوي چې د دغه بېړۍ د ژغورلو ټولې هڅې ناکامه شوې او دغه ډوبه شوه.
د سرکاري ټیلېویژن تر مخه دغه اور له نیمې شپې وروسته تر دوو ساعتونو پورې دوام وکړ.
دغه بېړۍ د ایران د جسک بندر سره نېږدې ولاړه وه چې له سټراټیجیکې هرمز تنګي سره نېږدې له تهرانه ۱،۲۷۰ کلومیټره لیرې جنوب شرقي اړخ ته په عمان خلیج کې راځي.
د ایران سمندري ځواک په دې نېږدې وختونو کې له ګڼو جدي پېښو سره مخامخ شوی.