د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې دوو چاودنو ۱۰ تنه وژلي


په کابل کې د جون پر لومړۍ نېټه ماښام دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۰ ولسي وګړي وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

ځايي پولیسو بېګا ناوخته په خبرپاڼه کې ویلي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي بدل شي.

لومړۍ چاودنه ماښام ۷ بجې د اهل بیت جومات مخې ته د ولسمشر د امنیتي او سیاسي چارو د سلاکار، محمد محقق کور ته څېرمه پر یوه کوسټر موټر وشوه.
تقریباً یو ساعت وروسته بل کوسټر موټر باندې ورته چاودنه وشوه.

د دغو دوو چاودنو، چې څرنګوالی یې تراوسه معلوم شوی نه دی، مسوولیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG